تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې ښکېله او لار ترې ورکه شوې- د امریکا پخواني استازي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ نوې ستراتیژۍ د جګړې تګلوری تر یوه بریده روښانه کړ او پاکستان ته یې ګوتڅنډنه وکړه، چې د ترهګرو د ملاتړو دوام یې نه شي زغملای؛ خو د امریکا یو شمېر پخوانیو چارواکو امریکا په افغانستان کې پر ټپه ولاړ سیاسي او پوځي حالت سره مخ نومولې ده.  

په ناتو کې د امریکا پخوانی سفیر داګلاس لوت وايي، چې د ترمپ نوې ستراتیژي داسې نه ښکاري، چې امریکا به له روان کړکیچه وباسي.

د نوموړي په وینا؛ که زمونږ موخه په کړکیچ کې ښکېل کیدل وي؛ نو مونږ دغه هدف ته رسیدلي یو. دا نو بیا داسې وخت دی، چې مونږ هڅې کوو وسلوال طالبان له افغان دولت سره سولې ته کښینوو. په داسې حال کې، چې مونږ ان په کابل کې له امنیتي او سیاسي کړکیچ سره مخ یو.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، چې د ترمپ نوې ستراتیژي له پخوانیو حکومتونو بېله او مهم بدلونونه په کې لیدل کیږي.  

نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم د ترمپ ستراتیژي مثبت اړخونه لري، خو روښانه، نده ،چې د افغانستان له روان کړکیچ له حل سره به څومره مرسته وکړي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې په وروستیو اوونیو کې وسلوال طالبان برلاسي ښکاري او سولې ته به حاضر نه شي؛ نو، ځکه پر هغو د پوځي فشار د زیاتولو وړاندیز کوي.

هغه په ډاګه کړې، چې زما په نظر دا یوه مهمه ستراتیژي ده؛ پاکستان د افغانستان د جګړې د دوام مهم عامل دی او مونږ د مرستو د بندولو او په تور لست کې د طالبانو د ملاتړو د شاملولو توان لرو.

داکلاس لوت بیا له خلیلزاد سره په دغه بحث کې موافق نه دی او وایي؛ زه فکر نه کوم، چې مونږ به پاکستان د سترایژۍ بدلولو ته اړ کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ناتو پوځونو عمومي قومندان جنرال نیکلسون په راروانو دوه کلونو کې له طالبانو څخه د ډېرو سیمو د نیولو ټټر وهلی دی.

Trending

Exit mobile version