تازه خبرونه

امریکا د افغانستان په اړه له روسیې سره د همکاریو غوښتنه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له خپل امریکایي سیال سره له کتنې وروسته ویلي، واشنګتن له مسکو سره د افغانستان په اړه د همکاریو غوښتنه لري؛ خو د امریکا د بندیزونو لګولو سیاست د همکاریو زمینه کمه کړې ده.

په وروستیو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي اسامبلې په څنډو کې له خپل امریکایي سیال سره له لیدنې وروسته روسي رسنیو ته ویلي؛ افغانستان یوه داسې سیمه ده، چې کیدای شي پرې له امریکا سره همکاري وکړو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، واشنګتن له مونږ سره د افغانستان په اړه کار کولو ته لیوالتیا لري؛ خو دا باید درک کړو، چې د همکاریو ساحه ډېره محدوده ده. ویلز پوهیږي، چې پر روسیې بندیزونه لګول شوي. هغوی ول، چې بندیزونه یې ولګول او باید هغه لرې کړي. که غواړي، چې له مونږ سره همکاري وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، مسکو او واشنګتن تر اوسه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره کار کړی او افغانستان دې دواړو هېوادونو ته ښه کوربه دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه برناصالحي وایي، امریکا د روسیې د همکاریو په جلبولو غواړي د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې اقدام وکړي او یو بل ته شین څراغ ښکاره کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی مصطفی آریا په ډاګه کړې، چې که افغانستان د روس او امریکا د تاوتریخوالي ډګر شي؛ مونږ به د یو نوي اړو دوړ شاهدان  او د حالاتو د بحرانی کیدو شاهدان وو. هیله ده په دې اړه د افغانستان دیپلو ماسي ډېره وهڅیږي.      

په همدې حال کې کابلوف وایي، امریکا پر روسیې بندیزونه لګولي او که له مسکو سره د همکاریو غوښتنه لري، باید دغه بندیزونه لیرې کړي.

خبریاله :الاهه عمرعمري

Trending

Exit mobile version