تازه خبرونه

امریکا د پاکستان د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان په اړه د امریکايي چارواکو د اندېښنې وړ څرګندونو پر دوام دا ځل د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تيلرسن له پاکستاني سیال سره د افغانستان پر ثبات هم غږیدلی دی. هغه ټينګار کړی، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به له هند او پاکستان سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

نوموړي بشپړ ټینګار څرګند کړی او زیاتوي، چې دا یوازې د افغانستان لپاره نه‌ده دا د پاکستان د اوږدمهاله ثبات لپاره هم مهمه ده. مونږ د پاکستان د حکومت راتلونکې ته اندېښمن یوو، ځکه، چې مونږ غواړو حکومت‌ یې ټینګ وي. مونږ له دوی څخه غواړو، چې سوله‌ییز چلند وکړي، ډېر هغه موضوعات، چې دوی د پاکستان دننه ورسره په مبارزه کې دي هغه زموږ موضوعات هم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت ویلي، چې تیلرسن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر ثبات هم خبرې کړي دي.

هغې زیاته کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني سیال سره پر مشارکت د سیمې پر سوله او ثبات وغږیده. دوی په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، چې امریکا به د نوې ستراتیژۍ له مخې له هند سره اړیکې نورې هم غښتلي کړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به د هند پر همکارۍ حساب وکړي.

د جنوبي آسیا لپاره زموږ تګلاره، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره داسې ده، چې د امریکا، هند او پاکستان له اړیکو سره ارتباط لري. ترورېزم باید وځپل شي او د افغان حکومت ملاتړ وشي، چې د خپلو خلکو امنیت وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د پوځ لوی درستیز کانګرس ته ویلي؛ پر دې پوهیږي، چې د پاکستان استخباراتي اداره له ترهګرو سره اړیکي لري.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version