تازه خبرونه

امریکا به تر هغې په افغانستان کې وي، چې طالبان سولې ته غاړه کیدي- تیلرسن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې سرتېري  به یې تر هغې پورې په افغانستان کې وي، چې وسلوال طالبان سولې ته غاړه کیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي، چې سرتېري به یې له سولې سره د وسلوالو طالبانو تر یو ځای کیدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

 نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو او نورو عناصرو ته مو دا پيغام دی، چې مونږ چېرې نه‌ځو؛ مونږ به تر هغې دلته یو، چې ستاسو فکر نه‎وي بدل شوی او پرېکړه مو نه وي کړې، چې له افغان حکومت سره د روغې جوړې له لارې یوځای شئ.

امریکا د سویلي آسیا او افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته پر پاکستان سیاسي فشارونه  د دې لپاره ډېر کړل، چې د سخت دریځو ډلو پر خلاف رښتینې مبارزه وکړي.

هغه وایي؛ مونږ له پاکستان څخه په پولو کې د ترهګرو د ځالو ړنګول غواړو؛ ځکه، چې سیمه په امن کې شي. پاکستان له دې کار سره په خپل هېواد کې د ثبات لپاره ګامونه اخلي او په نړیوال دریځ کې ځان غښتلی کوي.

تیلرسن زیاته کړې؛ د روغې جوړې له لارې کیدی شي، چې د افغانستان له حکومت سره یوځای داسې یو حکومت رامنځته شي، چې د افغانانو له هڅوب(فرهنګ) سره سم وي.

تیلرسن پر دې موضوع له ټینګار سره، چې د بشپړې ستراتېژي پلي کول وخت ته اړتیا لري وایي: مونږ به هغه وخت یو باثباته، سوله‎ییز افغانستان ولرو، چې د پاکستان د راتلونکي ثبات په وړاندې ستر خطر له‎منځه تللی وي. هغه مهال به بیا د هند او پاکستان د ښو اړیکو لپاره هم ښه شرایط چمتو شي.

تیلرسن د افغانستان ستونزې سیمه ییزه بولي او د افغانستان په ثبات کې یې د هند رول مهم ګڼلی دی.

“هغه په ډاګه کړې، چې په سیمه کې افغانستان یوازې نه دی؛ تاسې د افغانستان لانجه د سیمې ګواښونو ته په پام  اوارولی شئ او پاکستان یې یو مهم عنصر دی. هند بیا وروستي هدف ته د رسیدو لپاره مهم دی، چې یو باثباته افغانستان ولرو، چې بیا د ترورېستي ډلو پر اډه بدل نشي.

په همدې حال کې افغان حکومت هم په دې باوردی، چې په پاکستان کې د سخت دریځو ډلو د مرکزونو له ویجاړیدو سره به په افغانستان کې ثبات ته لار اواره شي .

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version