تازه خبرونه

امریکا د طالب مشرانو د وژلو ځانګړې استخباراتي ډله جوړه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا استخباراتي مرکزي ادارې افغانستان ته ځانګړې استخباراتي ډله جوړه کړي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو مشران او قومندانان ووژني.

نيویارک تايمز ورځپاڼي د دوه لوړ پوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د طالب مشرانو د ترور او وژنې لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.

په دې راپور کې، چې یادې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ خپور کړ، د امریکا د جګپوړیو چارواکو په قول ویل شوي، چې سي. ای. اې د تجربه کارو پوځیانو او خصوصي قراردادیانو کوچنۍ ډلې افغانستان ته د طالب قومندانانو او رهبرانو د وژنې لپاره استوي، چې طالبان سولې ته اړکړي.

د دغو ځانګړیو ډلو را لیږل د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې یوه برخه ده.

د راپور له مخې؛ سي. ای. اې په افغانستان کې د دې لپاره پټ عملیات پراخوي، چې طالبان ومومي او ويې وژني.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، ناتو او همکاران یې باید پر وسلوالو مخالفینو فشار رامنځته کړي او هغوی و ځپي.

د ورځپاڼي د څرګندونو له مخې؛ هغه ډله، چې د طالب مشرانو د ترور لپاره لاس په کار شوې د افسرانو شمېر يې له ۱۰۰ کسانو لږ ښودل شوی دی.

دا ډله د سي ای اې په جوړښت کې نيمه پوځي (پارا ميلیتري) ډله نومول کيږي، چې د نړۍ په بېلا بيلو سيمو کې ورته ماموريتونه تر سره کوي.

 تېره ورځ  په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسون د یو افغان او بهرني پلاوي پر ملتیا کندهار ولایت ته سفرکړی و او هلته یې د يوې غونډي پر مهال وويل: د افغانستان پر ګاونډ هېوادونو به تر هغې سیاسي فشار ډېر شي، چې د سخت دریځو ډلو له ملاتړه لاس پر سر شوي نه وي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون مرستیال عبدالحي اخند زاده وایي، که د طالبانو مشران وځپل شي؛ لیکې به یې ماتې شي؛ خو هیله من دی، چې دا عملیات صادقانه او رښتیني وي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو مخالفینو او سخت دریځو ډلو پر افغان سرتېرو او مذهبي ځایونو خونړي بریدونه پیل کړي دي. یوازې په تېره اوونۍ کې د وسلوالو مخالفینو په بریدونو کې شاو خوا پېنځه سوه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده، چې سې ای اې د طالبانو د مشرانو او قومندانانو په وژلو کې ډېره هڅه کړې؛ خو اوس داسي ښکاري، چې د تېر  په پرتله يې ډېره پاملرنه وراوښتې ده.

Trending

Exit mobile version