تازه خبرونه
امریکا، شمالي کوریا له اتومي وسلو سره زغملی نشي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا دفاع وزیرجیمز متیس ګواښ کوي، چې واشنګتن شمالي کوریا له اتومي وسلو سره زغملی نشي.
جیمز متیس، چې جنوبي کوریا ته تلی؛ ټینګار کوي، چې د شمالي کوریا هسته ييزه او توغندیزه وده جنوبي کوریا ګواښي او امنیتي کمزورۍ رامنځته کوي.
سره له دې، چې متیس د واشنګتن او شمالي کوریا تر منځ د ستونزو پر دیپلوماتیک حل خبرې غواړي؛ خو وایي، له پوځي ځواک پرته به ګټورې نه وي.
د متیس په وینا؛ پر امریکا او متحدینو به یې هر راز برید له ماتې سره مخ شي.