تازه خبرونه

امریکا به د سخت دریځو تر له منځه وړلو پورې جنګیږي- مایک پنس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر مرستیال وايي، چې امریکا به د وسلوالو طالبانو او نورو سخت دریځو تر له منځه وړلو پورې وجنګیږي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د خپل هېواد د نوې ستراتیژۍ په اړه ویلي، چې زمونږ د پوځ اعلي سرقومندان سرتېري له وسلوالو طالبانو او په سیمه کې له نورو سخت دریځو سره مبارزې ته چمتو کړي دي. مونږ به تر هغه مبارزه وکړو، چې د خپل هېواد او خلکو څخه دا ګواښونه په بشپړه توګه له منځه یوسو.

امریکا دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله ویلي؛ افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له راتګ سره د سیمې او افغانستان د ثبات لپاره یوه ښه فرصت پیدا شوی دی.

افغان چارواکي وايي؛ تمه ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په را روان ژمي کې بیا کابل ته سفر وکړي او د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره به پر نویو مسایلو خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version