تازه خبرونه

امریکا د افغانستان په تړاو جدي ده-احمدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر بیا پرانیستل ښیي، چې امریکا د افغانستان په تړاو جدي ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار غواړي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دفتر بېرته پرانیستل شي؛ خو دا ځل د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې نه، بلکې په سپینه ماڼۍ کې. امریکا غواړي، چې د دې دفتر په بیا پرانیستو د کابل او اسلام آباد په تړاو خپل سیاست په جدیت سره تعقیب کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي، واشنګتن د افغانستان په مساله کې جدي دی او مونږ هیله من یو، چې دغه استازولي به ګټوره وي.

کارپوهان هم باوري دي، چې امریکا په سپینه ماڼۍ کې د دې دفتر په بیا پرانیسته غواړي د افغانستان په تړاو یې تګلاره عملي شي او د پاکستان لپاره لابي ګري ودریږي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه شکیب منتظري د زلمي خلیل زاد او څو نورو پخوانیو امریکایي چارواکو نومونه یاد شوي، چې دې دفتر ته احتمالي کاندیدان دي. خلیل زاد د پاکستان په سیاستونو سخت منتقد دی؛ نو له همدې امله ویل کیږي، چې امریکا په دې پرېکړې غواړي، چې خپله نوې تګلاره له سپینې ماڼۍ وڅاري او مدیریت یې کړي او دغه راز په واشنګنن کې د پاکستان د لابي ګري مخه ونیسي.

مدني فعال عزیز رفیعي وایي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د دفتر بیا پرانیسته د خبرو اترو له لارې د افغانستان شخړې حل ته ګټور بلل کیږي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دفتر د بارک اوباما په حکومت کې پرانیستل شوی و؛ خو د دونالد ترمپ په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت په امر د دې دفتر کار ودرید.

 خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version