تازه خبرونه

امریکا ته اجرایه رییس خبرداری ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرابی رییس وایی که په افغانستان کې د شیطاني ځواکونو په وړاندې جګړه دوام ونه کړي، د ویرې او وحشت لمن به امریکا ته هم ورسیږي.

عبدالله عبدالله امریکا ته د سفر په لړ د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ تګلاره ګټوره وبلله  او ټینګار یې وکړ چې دغه تګلاره کولی شي طالبان د سولې خبرو ته را وکاږي.

د واشنګټن په ښار کې د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د ملي یووالي د حکومت د اجرایی رییس کوربه و څو د امریکا د نوې تګلارې په تړاو د افغان حکومت ژمنې واوروي. اجرایی رییس وایی، د افغانستان او سیمې په تړاو د امریکا نوې تګلاره سیاسي او پوځي اړخونه لري او دا طالبانو ته یو فرصت دی.

عبدالله عبدالله اجرایی رییس وایي: د سویلي آسیا لپاره د امریکا د تګلارې یوه مهمه برخه دا ده چې  د وخت په اساس نه ده جوړه شوې؛ بلکې د شرایطو له مخې، چمتو شوې چې ډېره مهمه ده.

 یوه بله مهمه موخه یې دا ده  چې  د افغان دولت او خلکو په خلاف جنګېدونکې ډلې او کسان د سولې خبرو ته وهڅول شي، څو د سولې خبرو ته حاضر شي.

همداراز اجرایی رییس ترهګري لا هم افغانستان ته ستر ګواښ یاد کړ او د ترهګرو ډلو په خلاف یې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

 دی وایي: (که تاسو په افغانستان کې مبارزه ونه کړئ، شیطاني ځواکونه چې نن  هڅه کوي زمونږ هېواد یو ځل بیا د تیارو او ویرې په ډګر واړوي، دغلته راځي او ستاسو په خلاف جنګیږي. باید ووایو چې ترهګرې ډلې سیمه کې له ملاتړ برخمنې شوي او د سیمې هېوادونو کې خوندي پټنځایونه لري).

اجرایی رییس وسله وال طالبان یو ترهګر سازمان یاد کړ چې په وینا یې افغانستان کې یې  د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته لار هواره کړې ده.

او په دې هکله وایي: (طالبان د یوه تروریستي بهیر په توګه فعالیت کوي چې د نورو ترهګرو ډلو فعالیت او حضور ته یې لار هواره کړې ده.

داعش د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند کوي. د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې زموږ چلند یوشان دی. موږ د ټولو ترهګرو ډلو خلاف جنګیږو او موږ ته د ترهګر د ښه او بد په توګه مطرح نه دي، سوله شونې او عملي ده او د دې حرکت بیلګې په کابل کې د حکمتیار حضور او د هغه د سیاسي فعالیت پیل دی).

د امریکا نوې تګلاره د ټرمپ دولت او د  افغانستان د ملي یووالي حکومت ته ستره آزموینه بلل کیږي، دا چې واشنګټن او کابل به په دې تګلارې څه ډول وکړای شي د سولې پیچلی بهیر پیل کړي،هغه پوښتنه ده چې د ځواب لپاره یې باید وخت ته په تمه شو.

Trending

Exit mobile version