تازه خبرونه

امریکا غواړي له افغان ځواکونو روسي وسلې ټولې کړي- لاوروف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې روسي وسلې ډېرې کارول کیږي او هر جنګیالی پرې بلد دی؛ خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نیوکه کوي او وایي، چې امریکا غواړي له افغان ځواکونو روسي وسلې ټولې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، امریکا له افغان چارواکو غوښتي، چې پنځوس زره کلاشینکوفونه او مرمۍ ټولې کړي. مونږ له افغانانو دا پوښتنه هم کوو، چې د دې پروګرامونو دلیل څه کیدای شي او دغه پنځوس زره وسلې چېرې ځي؟

د دې پوښتنې ځواب بل څه کیدی نشي پرته له دې، چې امریکا زمونږ په وړاندې د تاوتریخوالي په لټه کې ده؛ ځکه له افغان ځواکونو هغه وسلې اخیستل کیږي، چې پرې بلد شوي دي.

روسیې څه موده مخکې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د لس زره کلاشینکوفونو مرسته وکړه او ژمنه یې دا وه، چې دا لړۍ به روانه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم په ډاګه کړې، چې، امریکا باید د روسیې د مرستو په وړاندې ونه دریږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، په دې اړه تر دې دمه هیڅ یو پلان نشته.

د نوموړي په وینا؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرې ناسمې دي. افغان ځواکونه اوس هم روسي وسلو او چورلکو ته اړتیا لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست هم د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د سیمې هېوادونو همکاري مهمه بولي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، افغانستان دمګړۍ د سیمو د هېوادونو د همکاریو پر ډګر بدل شوی دی. مونږ د هر راز همکاریو په ځانګړي توګه له ترهګرو او نشه یي توکو  سره د مبارزې او د امنیت خوندي کولو په برخه کې له ټولو هلو څلو هرکلی کوو.           

د روسیې ولسمشر په کلنۍ خبري غونډه کې د افغانستان د شمال ترهګریزې هڅې د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې د دې ګواښونو په وړاندې له امریکا سره ګډې مبارزې ته تیاری لري.

Trending

Exit mobile version