تازه خبرونه

امریکا د پاکستان له پوځي اډو پر افغانستان ۶۰ زره بریدونه کړي- خواجه اصف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکا د پاکستان له پوځي اډو پر افغانستان ۶۰ زره بریدونه کړي دي.

د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ تویت د سیمې او نړۍ د مطبوعاتو لپاره په توده موضوع اوښتې ده. ظاهراً امریکا پاکستان ته؛ ځکه په غصه ده، چې په باور یې هغو سخت دریځو ته خوندي مرکزونه ورکړي، چې دوی په افغانستان کې ور سره په جګړه دي.

د امریکا دغه دریځ پاکستان هم غبرګون ته اړ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وايي، چې زمونږ هېواد د وینو د حمام شاهد و. تاسې زمونږ له پوځي اډو پر افغانستان اووه پنځوس زره اته سوه بریدونه کړي دي. ستاسو پوځونه زمونږ د خاورې له لارې پر وسلو سمبال شول. زمونږ زرګونه سرتېري او وګړي د هغې جګړې قربانیان شول، چې تاسې پیل کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د دفاع له وزیر سره په تیلیفون کې غږیدلي او ټينګار یې کړی، چې پر پاکستان به خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

د امریکا  دفاع وزیر ویلي، چې پر پاکستان به تر هغه وخته فشارونه روان وسات شي، چې دغه هېواد د ترهګرو ټولې ځالې له منځه یوسي.

 د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ډاګه کړې، چې امریکا غواړي په پاکستان کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي؛ امریکا غواړي ځينې هغه پاکستاني پوځيان په تور لست کې شامل کړي، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

د فراه پخوانی والي محمد آصف ننګ وایي، امریکا او ټوله نړۍ پوهیږي، چې د امریکا ورکړ شوې پیسې په دوه برخو کې لګیدلي؛ پاکستان له پوره خلاصول او د تروریزم تمویلول.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له پاکستان سره د امریکا وروستۍ لانجه د افغانستان په سر نه ګڼي.

د هغه په باور؛ امریکا وېریږي، چې پاکستان په سیمه کې له ځينو نورو قدرتونو سره نږدې شوی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په دې اند دی، چې پاکستان امریکا غولولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پلمه یې له امریکا میلیاردونه دالراخیستي دي. 

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version