مهم خبرونه
امریکا به د سې شنبې پر ورځ د محمد بن سلمان کوربه وي
ټاکل شوې، چې د سعودي عربستان ولیعهد د سې شنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به د سې شنبې پر ورځ د سعودي عربستان د ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان کوربه وي.
تمه ده، چې دوی به په منځني ختیځ او خلیج کې د ایران د نفوذ د مخنیوي د ستراتیژیو په اړه بحث وکړي؛ خو د سعودي ولیعهد د هغو سیاسي او فرهنګي بدلونونو په اړه، چې نوموړي په خپل هېواد کې رامنځته کړي او یا په دې دودیزه ټولنه کې د پلي کیدو پړاوونه وهي؛ هم له ولسمشر ترمپ سره پرې خبرې په پام کې لري.
د راپورونو له مخې، ترمپ او محمد بن سلمان به له قطر سره د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف د کړکېچ په اړه هم بحث وکړي.
د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو ائتلاف پر قطر تور لګوي، چې په بهر کې د تروریستي ډلو مالي ملاتړ کوي او له ایران سره نږدې اړیکې پالي. په داسې حال کې، چې قطر دا تورونه ردوي.
د سعودي ولیعهد ۱۰ میاشتې مخکې کله، چې ولسمشر ترمپ ریاض ته سفر وکړ؛ د هغه ډېر تود هرکلی وشو او داسې ښکاري، چې دواړو وروسته له هغې هم خپلې اړیکې تودې ساتلې دي.