تازه خبرونه

امریکا او ملګرو یې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر مرکزونو کروز توغولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې رسنیو ته په ډاګه کړې، چې امریکا له برتانیا او فرانسې سره په ګډه د بشار اسد د حکومت د کیمیاوي وسلو پر مرکزونو بریدونه کړي؛ ایران او روسیه یې هم وګواښل، چې د دمشق د حکومت له ملاتړه دې لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي؛ پر سوریه برید د دې لپاره شوی، چې د کیمیاوي وسلو د کارولو، پراختیا او تولید مخه ونیول شي.

د امریکا دفاع وزارت هم ويلي، چې امريکا د سيوريې په د مشق کې د کيمياوي وسلو پر موخو د کروز توغنديو بريدونه کړي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ژورف دانفورد ویلي، په دغو بریدونو کې درې سیمې په نښه شوي:

د کيمياوي وسلو څېړنيز مرکز، د دغو وسلو زیرمې او حمص ته نږدې د یوې مهمې قومندانۍ مرکز.

امریکا دا هم ویلي، چې څه نا څه سل توغندي پر دمشق توغول شوي دي.

له امريکا سره په دې توغندیز بريد کې بريتانيا او فرانسه نه یوازې همغږي وه، بلکې مرسته يې هم ورسره کړې ده.

دوی سوریه د کیمیاوي وسلو پر کارونه تورنه کړې ده.

د سوریې ولسمشر په هېواد کې د کیمیاوي وسلو پر کارونه مخالفین تورن کړي او وایي، چې امریکا له خپلو ملګرو سره د دغه هېواد پر ځمکني بشپړتیا تېری کړی او له نړیوالو اصولو او قوانینو یې ښکاره سرغړونه کړې ده.

سوريې توغندیز بريدونه تائيد کړي او د چټک غبرگون نیت یې هم څرګند کړی دی.

د سوریې حکومت ویلي؛ امریکا او ملګرو یې له سل ډېر توغندي ورتوغولي، چې۷۱ یې شنډ شوي دي.

د روسیې ولسمشر پوتین دغه برید پر یو خپلواک هېواد یرغل ګڼلی او په سختو ټکو کې یې غندلی دی.

د امریکا لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف رسنیو ته په ډاګه کړې: خبرداری مو ور کړی و، چې داسې بریدونه بې ځوابه پاتې کیدلې نشي، د دې ځواب مسوولیت به د واشنګتن، لندن او پاریس په غاړه وي.

د روس دفاع وزارت ویلي، پر سوریه د امریکا او د ملګرو په بریدونو کې د روسیې هوايي او سمندري اډې نه دي په نښه شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا بریدونه غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې د امریکا او ملګرو دا بریدونه به د سیمې او نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راپورته کړي.

ویل کېږي، چې د امریکا دفاع وزیر د محدودو بریدونو ملاتړی و؛ خو دونلد ترمپ او د هغه تازه سلاکارجان بولتن د پراخو بریدونو غوښتونکي شول، چې روسیه او ایران ووېروي.

د یادونې وړ ده، چې د ناتو سرمنشي ین ستولتنبرګ هم له دې برید ملاتړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version