تازه خبرونه

امریکایان دې په افغانستان کې د خپلو مامورینو د پاتې کیدو دلیل وپوښتي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د( سولې ولسي کاروان) د امریکا له خلکو غواړي، چې په افغانستان کې له خپلو مامورینو او سرتېرو څخه دلته د پاته کیدو رښتینی دلیل وپوښتي.

د سولې کاروان د ملګرو ملتونو سازمان ته یو لیک هم استولی او په هغه کې ترې د جګړې په اړه ډېرې پوښتنې او وړانیزدونه شوي دي.

د سولې کاروان د امریکا له خلکو څخه غواړي، چې په افغانستان کې پر خپلو نظامي او ملکي مامورینو د جګړې پر ځای پر سولې د پانګونې فشار راوړي.

دوی وايي، امریکايان دې په افغانستان کې د جګړې پر ځای پر سوله پانګونه وکړي.  

د( سولې ولسي کاروان) غړی حاجي محمد نیک زاد وایي، چې: مونږ دلته؛ ځکه ناست یو، چې د امریکا له خلکو څخه غوښتنه وکړو؛ چې په افغانستان کې امن رامنځته او د جګړې پر ځای پر سوله پانګونه وکړي.

د( سولې ولسي کاروان) غړی محمد نبي سوله مل وایي: د دغو هېوادونو له ولسونو مو غوښتنه دا ده، چې باید خپل مامورین وپوښتي، چې په افغانستان کې د ورانو شویو کورونو او دردیدلو انسانانو حالت ولې نه جوړیږي؟

د( سولې ولسي کاروان) وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ته مو ځینې مشخصې اوځانګړې پوښتنې او غوښتنې وړاندې کړې دي.

د( سولې ولسي کاروان) مشر اقبال خیبر وایي، چې: د ملګرو ملتونو سازمان ته مو یو لیک واستاوه، چې په هغه کې د افغانستان د جګړې په اړه غوښتنې او پوښتې شوې دي. له هغوی مو وغوښتل، چې په افغانستان کې د قلم او کتابچو پر وېش وخت ضایع نه کړي، بلکي رښتینې سولې ته دې کار وکړي او هغوی د افغانستان پر ګاونډ هېوادونو باید د سولې په رامنځته کیدو کې فشارونه زیات کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نړیوال دې لومړي مونږ ته امن راولي، چې غنم وکرو بیا مونږ خپله خپل اولاد ته قلم کتابچه او د اړتیا وړ توکي واخلو.

دغه راز هغه وایي، ګاونډ هېوادونه حربوي مداخلې کوي؛ خو تاسې زمونږ هیڅ ننګه ونکړه.

د سولې ولسي کاروان د درې ورځو لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان مخې ته ناست او په دوه یم ګام کې یې پرون د امریکا سفارت ناسته پیل کړې او دا په ګوته کوي، چې له دې ځای وروسته به د یو شمېر نورو لیریو او نږدې هېوادونو د سفارتونو مخې ته هم دمه شي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version