تازه خبرونه

امریکا غواړي، چې زلمی خليلزاد د افغانستان ځانګړی استازی شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

رویترز خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو غواړي افغان نژاده امريکايي ديپلومات زلمی خليلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړی استازي په توګه وټاکي.

 دغې خبري سرچینې ته د دغه هېواد رسمې سرچینو په ډاګه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ټینګار به په څو راتلونکیو ورځو کې رسمي ښکاره شي.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ امریکا غواړي له طالبانو سره د دغه هېواد خبرې مدیریت کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او پخپله خلیزاد د دغه خبر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو امریکایي چارواکو، چې نومونه یې ښودل شوي ندي ښيي، چې امریکا د سولې له لارې د روان جنګ پر پایلو بشپړ ټینګار لري.  

ښاغلی خليلزاد په افغانستان کې پيدا شوی؛ خو زد‌کړې او سياسي ژوند يې په امریکا کې له جمهوري غوښتونکي ګوند سره تېر شوی دی.

نوموړی په تېرو اووه لس کلونو کې د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفير په توګه دندې ترسره کړي او امریکا اوس يو ځل بيا پرېکړه کړې، چې  ښاغلی خليلزاد د افغانستان د روانې اووه لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ځانګړياستازي په توګه وګوماري.

سپينې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ويلو هم ډډه کړې ده.

خليلزاد له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې په افغانستان کې د خپل ديپلوماتيک ماموريت پر مهال نه یوازې د افغانستان اساسي قانون په جوړیدو کې ډېره ونډه درلوده ، بلکې په همدې وخت کې له پاکستان سره يې د نیکو اړیکو د نلرلو پر لارو چارو هم کار کاوه.

د ښاغلي خلیزاد د استازیتوب خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له یوې خوا د افغانستان پارلماني ټاکنې بحراني شوي او له بلې خوا سیمه او نړۍ له طالبانو سره د امریکا او روسیې د نېغو خبرو بهیر څاري.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version