تازه خبرونه

امریکایي چارواکو په هند کې د امریکا او افغانستان په اړه خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په هند کې د دغه هېواد له چارواکو سره د هند او امریکا پر دوه اړخیزو پوځي اړیکو او د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیران هند ته تللي او په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې نوې ژمنې کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس ویلي؛ مونږ له هند سره یو پوځي تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې مونږ هند ته پرمختللي پوځي وسایل په واک کې ورکوو، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې به اغېزمن وي.

هند د امریکا تسلیحاتي ملاتړ تر لاسه کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ د رښتینو همکاریو ژمنه کوي.

مایک پمپیو د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې د ټیکاو لپاره له هند سره همکاري کوي.  

د هند د بهرنیوچارو وزیره سوشما سواراج وایي؛ مونږ د ملګرو ملتونو له وروستي ملاتړه هرکلی کوو، چې په پوځي او دفاعي برخو کې مونږ ته د پرمختللیو امکاناتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي. مونږ ډاډمن یو، چې دوه اړخیزه همکاري به په دفاعي او صنعتي برخو کې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

کارپوهان له ترهګرو سره په مبارزه کې د امریکا تازه تګلاره افغانستان ته تر نورو ډېره ګټوره بولي.

سیاسي شنونکی حکمت الله شهباز ویلی: د امریکا ولسمشر د سویلي آسیا او افغانستان لپاره تېر کال خپله تګلاره اعلان کړه، چې په دې تګلاره کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار شوی، پر پاکستان د فشارونو خبره شوې او له هند څخه غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

د یادونې ده، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې ډګر کې یې ډېره قرباني هم ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version