تازه خبرونه
امریکا به په نږدې راتلونکې کې افغانستان خوشې نکړي- جنرال متیس
امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په تکل کې ده؛ خو په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي.
د امریکا دفاع وزیر د دغو څرګندونو تر څنګ ویلي، چې د هېواد یې د خبرو له لارې د سولې د رامنځته کولو هڅې کوي؛ خو هغه د روغې جوړې د بهیر په اړه د طالبانو پر ژمنه نیوکه کوي او وایي، چې د سولې هلې ځلې باید یو اړخیزه نه وي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وایي: طالبانو وښودله، چې د افغانستان د خلکو ژوند ورته ارزښت نلري. هغوی پوهیږي، چې د د رایو له لارې ګټونکي ندي او له همدې کبله د وېرې اچولو له لارې پر خلکو د واک چلولو هڅې کوي.
همدا لامل دی، چې د امریکا دا چارواکی او د ناتو نور غړي هېوادونه په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولو ټینګار کوي.
جنرال متیس زیاتوي؛ مونږ په تاریخ کې د ۴۱ هېوادونو یو ستر جنګي ائتلاف رامنځته کړی او هڅه کوو، چې د افغانستان ثبات ته ژمن پاتې شو.
وسلوالو طالبانو د امریکا د دفاع وزارت تازه څرګندونو ته په غبرګون کې په ډاګه کړې، چې طالبان به امریکا له افغانستان څخه وتلو ته اړه کړي.
له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو ته هیله من شوی و؛ خو د امریکایي ځواکونو ویستل یې له وخت مخکې ګڼلي وه.