تازه خبرونه

امریکا په ننګرهار کې پر داعشیانو زورور غيراټومي بم کارولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا هوایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر پټنځايونو تر ټولو زورور غيراټومي بم کارولی دی. دغه بريد د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې له ځايي وخت سره سم د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې تر سره شوی دی.

د سپینې ماڼۍ رسنیزې برخې مشر شان سپایسر د پېښې په اړه په ډاګه کړې؛ دوی د تونلونو او غارونو یوه شبکه په نښه کړې، چې داعش وسلوالو د آزادانه تګ راتګ لپاره کاروله.

 دوی له دغو تونلونو په سیمه کې پر امریکايي سلاکارانو او افغان ځواکونو په آسانۍ د بریدونو لپاره کار اخیست.

نوموړي ویلي، داسې اقدامات شوي وه، چې د برید پر مهال د ملکي تلفاتو له پراخۍ ورانۍ او ویجاړۍ مخنیوی وشي.

د اچین ولسوال اسمعاعیل شینواري ویلي، په هغه سیمه کې، چې دغه هوايي برید شوی، “ولسي خلک نه اوسېږي او یوازې “د داعش سمڅې دي.

Trending

Exit mobile version