تازه خبرونه

امریکایي ځواکونه به له جګړو را وویستل شي- دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر عراق ته د  سفر په ترڅ کې ویلي؛ د دې وخت را رسیدلی، چې  خپل سرتېري له جګړو راوباسو.

د امریکا ولسمشر عراق ته په لومړي ځل یو ناڅاپي سفر کړی او هلته یې له امریکایي ځواکونو سره د کرسمیس ننداره نمانځلې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ خپلو سرتېرو ته څرګنده کړې؛ د دې وخت راغلی، چې مونږ خپل ځوانان له روانو جګړو را وباسو. ما په کافي اندازه لیکونه لاسلیک کړي او نه مې خوښیږي، چې د خپلو ځواکونو کورنیو ته د زوی او یا لور د وژل کیدو خبر ورسیږي.

ترمپ له هېوادونو غواړي، چې مسوولیتونه پخپله غاړه واخلي؛ ځکه د هغه په باور امریکا  نور نشي کولی د نړیوال نظم په ټینګښت کې بوخت پاتې وي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا هم څرګنده کړې: خلک ټاکل شوي، چې خپل اړوند کار پیل او لګښت یې هم ورکړي؛ ځکه د امریکا متحده ایالتونه نور نشي کولی، چې د نړۍ د نظم ساتنه او څارنه روانه وساتي.

له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې له ډاګیزیدو وروسته ترمپ اعلام وکړ، چې له افغانستان څخه هم سم نیمایي امریکایي سرتېري وباسي.

دا پرېکړه په افغانستان او امریکا کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه.

افغان حکومت وایي، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل نشي کولی د جګړې پر ډګرونو منفي اغېز وکړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایي: همدا اوس ډېر شمېر عملیات مو امنیتي ځواکونه پرته له ملاتړه تر سره کوي او د بهرنیو ځواکونو وتل به هم د جګړې پر ډګر اغېزه نلري.  

د پوځي کارپوهانو په باور ترمپ د افغانستان په ګډون له ځینو هېوادونو څخه د امریکایي سرتېرو د ویستلو پر طرحو غور کوي. که څه هم د امریکایي جنرالانو مخالفتونه یې را ولاړ کړي او په څو تېرو ورځو کې جیمز متیس لومړنی جنرال دی، چې له سوریې څخه د امریکایي سرتېرو د ویستو د پرېکړې له اعلام وروسته یې له دفاع وزارته د استعفا خبره وکړه.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version