تازه خبرونه

امریکا د افغان حکومت په مشوره له طالبانو سره خبرې پیل کړي- داوودزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې شورا د دارالانشا رییس وایي؛ له افغان حکومت سره له یو کال مشورو وروسته امریکایانو ته اجازه ورکړ شوه، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، له طالبانو سره د مخامخ خبروزمینه افغان حکومت او افغان سیاسیونو جوړه کړې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د خبرو هر پړاو له ولسمشر او اجرائیه رییس سره په بشپړه همغږي کې پر مخ وړی دی.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي؛ د سولې عالی شورا د دارالانشا له رییس محمد عمر داوودزي سره د پاکستان چاوراکو د سولې په تړاو تازه ژمنې کړي او د پاکستان د یوه مذهبي ګوند مشر مولوي سراج الحق له محمد عمر داوودزي سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره همکاریو ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ویلي، د افغانستان ستونزه خپله افغانان ښه حلولی شي. د سولې خبرو څرنګوالی له هند سره هم شریک شوی دی.

د هند د پوځ لوی قومندان ویلي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د هند ښکېلتیا حتمي خبره ده.

د هند د پوځ لوی قومندان بیپین راووت وایي، که هند له افغانستان سره مینه لري؛ نواړتیا ده، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم ښکېل او دخیل شي.

په داسې حال کې، چې د سولې بهیرد هرې ورځې پر تېریدو متفاوت حالت غوره کوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته تلی او د سیمې هېوادونه هم ورو ورو په دې بهیر کې د همکاریو ژمنې کوي.هغه ژمنې، چې خلک یې ژر تر ژره پلي کیدو ته په تمه دي.

Trending

Exit mobile version