تازه خبرونه

امریکایي پلاوی او طالب استازي داځل په اسلام آباد کې خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې څلور ورځې وروسته( د سلواغې پر ۲۹ / د فبرورۍ پر ۱۸) امریکایي پلاوی له طالب استازیو سره په اسلام آباد کې د خبرو اترو بل پړاو پیل کړي.

د سیمې هېوادونو لخوا له طالبانو څخه د کوربتوب په لړ کې دا ځل د فبرورۍ پر اتلسمه د دې ډلې مرکچي پلاوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اسلام آباد کې ګوري او د خبرو اترو پېنځم پړاو به دواړه خواوې پیل کړي.

طالبانو ویلي، مرکچي پلاوی به یې د فبرورۍ پر اتلسمه په اسلام آباد او د همدې میاشتې پر ۲۵ په دوحه کې له امریکایي استازیو سره د سولې خبرې روانې وساتي.

طالب استازي غواړي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندېشه وایي، د افغانستان د سولې بهیر په تړاو هیڅ هوکړه لیک او سند د حکومت له تائید پرته د پلي کیدو وړ ندی.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې دا هر څه نړیوالو ته په ډاګه شوي دي.

دا، چې اسلام آباد د طالب استازیو او امریکایي پلاوي د کوربتوب له لارې څه غواړي؟

د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم یې په اړه وایي؛ پاکستان هڅه کوي، چې پیل کړې لوبه یې له لاسه ونه وځي.          

د افغانستان د سولې په تړاو ترکیه هم له طالبانو سره د یوې ناستې کوربتوب ته هیله منه ده؛ خو په دې ناستو کې تر اوسه افغان حکومت ته هیڅ ځای ندی ټاکل شوی. داسې ښکاري، چې هم حکومت او هم د سولې عالي شورا د سولې په ناستو کې څنډې ته ټېل وهل شوي دي.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي وایي، چې دغه سیالۍ دوه اړخه لري؛ یو اړخ کیدی شي د سولې لپاره ښه وي، خو د سیالۍ بل اړخ باید هڅه ونکړي، چې د سولې بهیر وننګول شي.        

باور کیږي چې د سیمې هېوادونه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي او د حکومت مخالفتونو  د دې بهیر له پیاوړي کولو سره پوره مرسته هم کړې ده.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version