Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دې په افغانستان کې خپله تګلاره او ګټې ښکاره کړي- محب

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په دوحه کې له طالب استازیو سره د امریکایانو خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ امریکا دې په افغانستان کې خپله تګلاره او ګټې ښکاره کړي.

 د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې خپل کم ساري پړاو ته رسیدلي؛ په دوحه کې د خبرو اترو په پېنځم پړاو کې دواړو خواوو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مسودې او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره پر مبارزه هوکړه کړې ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار د دوحې خبرو ته په غبرګون کې د امریکا او افغانستان د مشارکت په اړه پر ناڅاپي بدلون اندېښنه ښیي او له متحده ایالاتو کم سارې غوښتنه لري.

حمدالله محب وایي، کابل او واشنګتن په خپل مشارکت کې د ناڅاپي بدلون لپاره چمتو ندی او په قطر کې د تړلیو دروازو شاته د افغانستان له استازي پرته خبرو وېره او جدي اندېښنې را پارولي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: اوس له متحده ایالاتو غواړو، چې زمونږ په هېواد کې خپله تګلاره او خپلې اوږدمهالې ګټې روښانه کړي، چې څه ډول دي؟ زه فکر کوم، چې نه مونږ او نه هم هغوی په هغه مشارکت کې د ناڅاپي بدلون غوښتوونکي دي، چې په تېرو دوه لسیزو کې پرې پانګونه شوې. افغانان د سولې بهیر په تړاو جدي اندېښنې او وېرې لري؛ ځکه تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ افغان استازی نشته.

د ملي امنیت شورا د سلاکار په وینا، که له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي؛ د ترهګرۍ نړیوال ګواښ به پای ونه مومي او افغانستان به په دې برخه کې د امریکا یو مهم متحد پاتې وي.

ښاغلی محب ټینګار کوي، چې کابل له واشنګتن سره په اړیکو کې بیا کتنې او احتمالي بدلون ته چمتووالی لري.

آیا کابل له واشنګتن سره په اړیکو کې احتمالي بدلون ته چمتووالی لري؟

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یې په اړه وایي: لکه، چې د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د تېر کال په وروستیو کې وویل، د پرېښودو لګښت د حضور په پرتله ډېر زیات دی؛ خو دا همکاري ثابته نده. د بیا کتنې دروازه تحولاتو ته په پام پرانیستې ده. افغان دولت په مشارکت کې احتمالي بدلون ته چمتووالی لري.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د ښاغلي محب د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې امریکایان او افغانان اوږه پر اوږه د تروریزم پر وړاندې او د افغانستان د غوره راتلونکې په اړه کار کوي.

ښاغلي بس په خپل تویت کې زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه دنده لري، چې د خپلو سرتېرو او هېوادوالو د سرښندنو درناوی وکړي.

که څه هم امریکا په ځلونو له طالبانو سره مذاکره کړې؛ خو تر اوسه دې هېواد په دې خبرو کې کابل نه دی شریک کړی، له همدې کبله ده، چې کابل وایي، له تائید پرته به یې له طالبانو سره د سولې هیڅ هوکړه اجرایي نشي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې پاکستانیو چارواکو له افغانستان سره د نښتو له زیاتېدا وروسته د افغان کډوالو خپل‌سرې نیونې، چاپې او جبري ایستل ډېر کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ زرګونه افغان کډوال په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړې او نورو بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

په دې بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ویلي: « پاکستانيو چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېرې فضا رامنځته کړې او دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ډېری یې خوړو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي تېر شي.»

راپور زیاته کړې، چې د پاکستان پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې کور پر کور عملیات، شپنۍ تلاشي او له حکم پرته نیونې ترسره او افغان کډوال پر نښه کړي دي. ان داسې کسان هم نیول شوي، چې د باور وړ ویزې یې لرلې.

دې بنسټ زیاته کړې؛ یوازې په ۲۰۲۶ ز.کال کې له پاکستان څخه له ۱۴۶ زره ډېر افغان کډوال ایستل شوي او دا بهیر د اپرېل له پیل راپدېخوا نور هم چټک شوی دی.

په راپور کې له کډوالو څخه د رشوت اخیستو پېښوته هم نغوته شوې او ویل کیږي: هغه کسان، چې د پیسو ورکولو وس نه‌لري نیول کېږي او جبري ایستل کېږي.

د بشري حقونو د څار دې بنسټ خبرداری ورکړی، چې ډېری بېرته ستنېدونکي؛ په ځانګړي توګه خبریالان، د بشري حقونو هڅاند او د پخواني حکومت اړوند کسان له څارنې، ځورونې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې بنسټ ټینګار کړی؛ د کډوالو جبري ایستل ان له نړیوالو ژمنو څخه د پاکستان سرغړونه ګڼل کېدی شي او له دې هېواده یې غوښتي، چې ژر تر ژره دا لړۍ ودروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویدن نقش کلیدی در تماس‌های اتحادیه اروپا با امارت اسلامی برای بررسی اخراج مهاجرین افغان را تأیید کرد

جوهان فورسِل، وزیر مهاجرت سویدن، گفته است که کشورش همراه با کمیسیون اروپا یک هیأت فنی از کابل را برای ادامه گفتگوهای تخنیکی به بروکسل دعوت خواهد کرد.

Published

on

کشور سویدن تأیید کرده است که در تسهیل تماس‌های تازه اتحادیه اروپا با مقام‌های امارت اسلامی نقش محوری خواهد داشت؛ اقدامی که هدف آن هماهنگی در روند بازگشت اتباع افغان عنوان شده است.

بر بنیاد گزارش‌ها، انتظار می‌رود یک هیأت از امارت اسلامی پیش از تابستان به بروکسل سفر کند تا در نشست‌هایی حساس با مقام‌های اتحادیه اروپا و کشورهای عضو درباره موضوع اخراج مهاجرین افغان گفتگو کند. این نشست به دعوت سویدن و کمیسیون اتحادیه اروپا برگزار می‌شود.

جوهان فورسِل، وزیر مهاجرت سویدن، گفته است که کشورش همراه با کمیسیون اروپا یک هیأت فنی از کابل را برای ادامه گفتگوهای تخنیکی به بروکسل دعوت خواهد کرد.

مقام‌های اروپایی گفته‌اند این نشست با حضور نمایندگان کمیسیون اروپا، سرویس اقدام خارجی اتحادیه اروپا و شماری از کشورهای عضو از جمله بلجیم و سویدن برگزار می‌شود.

این تحرکات در حالی صورت می‌گیرد که امارت اسلامی همچنان در سطح بین‌المللی به رسمیت شناخته نشده و با محدودیت‌های گسترده در زمینه حقوق بشری، به‌ویژه آموزش زنان و دختران، مواجه است.

این گفتگوها پس از سفر هیأت مشترک اتحادیه اروپا و بلجیم به کابل در ماه جنوری سال جاری برنامه‌ریزی شده و هدف آن ادامه رایزنی‌های تخنیکی عنوان شده است.

اتحادیه اروپا پیش از این نیز تماس‌های غیررسمی با مقام‌های امارت اسلامی را در هماهنگی با خدمات دیپلماتیک خود تأیید کرده بود که تمرکز آن بر تسهیل روند بازگشت مهاجرین بوده است.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونه‌شي – حامد کرزی

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

Published

on

د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي له شپېګل مجلې سره  ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونه‌شي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!