تازه خبرونه

امریکا له حمد الله محب سره د اړیکو پرې کولو ګواښ کړی- دیوید هیل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکاد بهرنیو چارو وزارت مرستیال له ولسمشر اشرف غني سره په تیلیفوني اړیکه کې څرګنده کړې، چې دا هېواد به د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هیڅ راز اړیکې ونلري.

رویترز خبري سرچینې ته امریکایي او افغان سرچینو ویلي؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول شوې، چې ښاغلي محب په یوه خبري ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر نیوکو لاندې ونیوه او هغه یې تورن کړ، چې افغان دولت یې په لوی لاس د سولې خبرو له بهیره څنډې ته کړی دی.

د ښاغلي محب له څرګندونو یوه ورځ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیوید هیل ولسمشر اشرف غني ته په یوه تیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې دا هېواد به حمدالله محب ته ښه راغلاست ونه وایي او دغه راز د امریکا پوځي او ملکي چارواکي به هم ورسره هیڅ راز خبرې اترې ونلري.

د افغانستان یو پخواني لوړپوړي چارواکي هم رویترز ته ویلي؛ دا یوه داسې هڅه ده، چې ولسمشر غني د ښاغلي حمدالله محب ګوښه کولو ته اړ کړي.

یوه اوونۍ مخکې ښاغلي محب یوې خبري ناستې ته ویلي وه، چې خلیلزاد خپلو ځانګړیو ګټو لپاره هڅې کوي او غواړي، چې په افغانستان کې د یو لنډمنهاله حکومت مشري ترلاسه کړي.

دغه راز ښاغلي محب د زلمي خلیلزاد تېر ته په نغوته کې ویلي؛ هغه دا هڅه هم کړې، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي.

له دغو څرګندونو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ښاغلی محب وروغوښت او په دې اړه یې ترې د وضاحت غوښتنه وکړه او دا ګواښ یې هم کړی، چې پر خلیلزاد نیوکې به د سولې خبرې وننګوي.

د جمیعت اسلامي جګپوړي غړي وایي، د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه د حمدالله محب ګمارنه ناسم کار و؛ ځکه د هغه تجربه دومره نده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې وساتي.

د جمعیت اسلامي جګپوړی غړی محمد اسماعیل خان وایي، چې ولسمشر له یو ځوان ځواک کار اخیستی؛ اړینه ده، چې داسې پېښې به رامنځته کیږي. که څه هم ځوان جوړونه اړینه ده؛ خو په مهمو برخو کې نه!        

ځینې سیاستوال له حمدالله محب سره د امریکا د احتمالي چلند په اړه وایي، دا به د هېواد پر وضعیت هیڅ اغېز ونلري؛ ځکه یو کس نشي کولی، چې د افغانستان بهرنی ملاتړ له ننګونو سره مخ کړي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار حمدالله علیزی وایي؛ زما په اند به د امریکا دا کړنه بې اغېزې وي؛ ځکه له امریکا سره د یو یا دوه کسانو غبرګونونه د افغانستان او د هغه برخلیک اغېزمنولی نشي. افغانستان د یو ستر ملت استازیتوب کوي.                   

مخکې لدې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم د حمدالله محب وروستیو خبرو ته غبرګون ښودلی و او څرګنده کړې یې وه، چې د افغانستان د بهرني سیاست په تړاو باید سلیقه یي او احساساتي خبرې ونشي.

Trending

Exit mobile version