تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې خپل دیپلوماتان راکموي-فارین پالیسي
واشنګتن له یوې خوا له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او بل خوا له افغانستان څخه د ځواکونو او دیپلوماتانو پر ویستو کار کوي.
د فارین پالیسۍ خبري مجلې د درې امریکایي چارواکو خبرې رااخیستې او څرګندوي؛ د ترمپ دولت د خپلو ځواکونو او دیپلوماتانو د کمولو په هڅه کې دي، چې موخه یې د امریکا له ټولو اوږدې جګړې څخه د واشنګتن ویستل دي.
د امریکایي چارواکو په وینا؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چمتوالی نیسي، چې خپل نیمایي ځواکونه هم تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستان څخه وباسي.
د افغانستان د خلکو محور غړی جعفر مهدوي وایي؛ امریکا غواړي په افغانستان کې پوځي لګښتونه راټیټ کړي. له همدې کبله غواړي له طالبانو سره هوکړه وکړي او له هوکړې وروسته د جګړې د پای ته رسولو په نوم له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
فارین پالیسي څرګنده کړې؛ دا طرحه په عراق، منځنۍ آسیا او ختیځې آسیا کې هم د امریکا د دیپلوماتانو کمی را نغاړي، چې دلیل یې تر ډېره له چین او روسیې سره سیالي یادیږي.
که څه هم په افغانستان کې د امریکایي دیپلوماتانو شمېر معلوم ندی؛ خو لګښت یې د نورو هېوادونو د سفارتونو په تناسب لوړ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکیو د شمېر ټاکنه په راتلوونکې کې د ترمپ د ځانګړیو موخو منعکس کوونکې ده.
د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکاني وایي، چې که امریکا د خپلو ځواکونو او دیپلوماتانو د ویستو په اړه بېړنۍ پرېکړه وکړي؛ دا به تر ډېره د افغانستان په ګټه نه وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا راز پرېکړې باید له افغانستان سره په ګډه ونیول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د سولې عالي شورا وایي، تر اوسه واشنګتن له کابل سره په دې تړاو خبرې ندي کړي.
د سولې عالي شورا ویاند امین الدین مظفري وایي، چې که په دې اړه کومه پرېکړه کیږي اړینه ده، چې د افغانستان حکومت په کې راونغاړي.
د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ اوږده هغه ده او باور کیږي، چې امریکا له یوې خوا له طالبانو سره له هوکړې وروسته غواړي، چې د جګړې لګښت راټیټ کړي او بلخوا د افغانستان پر ځای خپل تمرکز پر نورو هېوادونو ډېر کړي.