تازه خبرونه
امریکا باید افغان دولت ته د سولې په خبرو کې برخه ورکړي- نړیوال څېړونکي
د نړیوالو ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د څو هېوادونو څېړونکي را ټول شول او د افغانستان د سولې بهیر پر ستونزو او ننګونو یې خبرې تر سره کړې.
دوی له متحده ایالتونو غواړي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو شعار په عمل کې تطبیق کړي.
د منځنۍ آسیا د مطالعاتو د اکاډمۍ رییس روګر کانګاس وایي، چې امریکا تل په څرګند ډول خپل دریځ ښکاره کړی او په دې برخه کې یې خبرې کړي، چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او اداره کې وې؛ دا یو ډېر ښه شعار دی، خو په عمل کې باید پلی شي.
د پاکستان لاسوهنې او ترهګرو ډلو ته په خپلې خاوره کې پناه ورکول د بحث نور موارد ول، چې له پاکستان څخه وغوښتل شول، چې د خپلو ګټو لپاره د ترهګرو ملاتړ پای ته ورسوي.
د امریکا په پوځ کې د سویلي آسیا سیمه ییز افسر حک ګیل وایي: پاکستان دې د ترهګرو لپاره نوره پناه نه ورکوي او په رښتیا دې پر طالبانو فشار راوړي، چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کیني، د امریکا دریځ دا دی، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده اوهم د سیمې او د هغه هېواد په اقتصادې ودې کې هم دا کار ګټور پریوځي.
څېړونکي وایي، د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان ثبات لپاره هند مثبت رول لوبولی او دا دریځ ثابت دی او د سولې په بهیر کې هم د هند پر رغنده رول ټینګار کیږي.
د مرکزي آسیا لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې ښوونکی راهول ري چادري وایي، چې هند د ګاونډ هېوادونو د ټیکاو لپاره خپل رول مثبت ویني، په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره؛ له همدې کبله هند تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې په بهیر کې پر شته ستونزو او ننګونو په داسې مهال دا څېړونکي اندېښنه ښیي، چې ویل کیږي په دوحه کې له طالب استازیو سره د امریکا شپږم پړاو خبرې په ښه ډول پای ته ورسیدې.
خبریال: روهید اندیشمند