تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر لوړ دی او دوی هڅې پیل کړي، چې د دې هېواد جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

د طالبانو کاري ډلو او طالبانو په دوحه کې د سولې هوکړې پر عملي کړنلارې خبرې او مشورې پیل کړې دي.

د یوې امریکایي رسنۍ د راپور له مخې؛ د امریکا استخبارات نه غواړي په افغانستان کې خپل حضور کم کړي؛ خو طالبانو ویلي، چې په څو راتلونکیو ورځو کې یې له امریکا سره خبرې وروستۍ کیږي او تر دوه  راتلوونکیو اوونیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګتن غواړي، چې د افغانستان له لوړ لګښت ډکه جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتکس ویلي؛ مونږ فکر کوو، چې په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر لوړ دی او اړتیا ده، چې دا جګړه پای ومومي. په همدې خاطر زلمي خلیلزاد د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره ډېر وخت ولګاوه؛ ځکه مونږ غواړو، چې سولې ته ورسېږو. مونږ د افغانستان له خلکو غواړو، چې د خپل حکومت برخلیک پخپله وټاکي او جګړه پای ته ورسیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل  شاهین وایي؛ پر وروستیو ټکو بحث روان دی او هیله من یوو، چې په څو راتلوونکیو ورځو کې یوې پایلې ته ورسیږو او په دوه اوونیو کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي. په دې ناسته کې به د اوربند پر ټینګښت هم خبرې وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو پلاوي تاشکند ته په سفر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب له وړاندیز ملاتړ کړی دی.

د حکومت د ۱۵ کسیز پلاوي غړي وایي، دا ځل به له طالبانو سره د خبرو لپاره څرګند پیغام ولرو.

د حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحکیم  منیب وایي، چې د مذاکراتو هر پړاو د سولې څرګند پیغام لري.     

د سوله ییز بدلون بنسټ رییس داکتر فاروق اعظم وایي، چې په دې خبرو کې باید د خاموشه اکثریت استازي هم باید ګډون ولري.      

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې خبرو د پرمختګ په تړاو  تیلیفوني خبرې کړې دي.

ځینې راپورونه ښیي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې مسوده له ولسمشرغني او اجرائیه رییس سره شریکه کړې، چې د ټاکنو ځنډېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کول او طالبان د اسلامي امارت په نوم یادول په کې یاد شوي دي. افغان حکومت تر اوسه دا خبر ندی تائید کړی.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version