تازه خبرونه
امریکایي سناتورانو د افغان سولې بهیر د ښې څارنې لپاره لایحه چمتو کړې
د امریکا د مشرانو جرګې غړي باب منیندیز ویلي، چې پرته له شکه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د کمیدو وخت را رسیدلی دی. له دې سره همهاله، چې مونږ پوځي عملیات کموو؛ دا هم مهمه ده، چې افغانستان په جګړو کې را ګیر نشي. دا دوه ګوندیزه لایحه د امریکا له موخو سره په مطابقت کې د جګړې د پای لپاره د یوې سیاسي حل لارې په برخه کې یو مناسب ګام دی.
دا سند د بشر حقونو وضعیت، د قانون حاکمیت، د رسنیو او مدني ټولنې آزادي په افغانستان کې د سولې په یوه هوکړه کې ارزوي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې، چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له القاعده شبکې سره یې اړیکې پرې کړې دي؛ اوربند او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یې هم غاړه ايښې ده.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۳۰) ماښام مهال له خپل افغان سیال سره پر غږمزي خبرې کړي او د سولې خبرو اترو د پیل لپاره یې اوربند شرط ګڼلی او په دې بهیر کې یې د افغان حکومت ګډون هم غوښتی، چې بریا حاصله شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په دې اړه زیاته کړې، ولسمشر ترمپ له خپل افغان سیال سره په دې ۲۵ دقیقه یی خبرو کې له هغه غوښتي، چې د سولې خبرو اترو په اړه د لا زیاتو خبرو لپاره امریکا ته ورشي.
که څه هم ولسمشر غني ویلي، چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې د دې په خاطر له زندان خوشې کړي، چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره شي.
د طالبانو د رژیم پر مهال په پاکستان کې سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چې په دې برخه کې طالبانو هیڅ ژمنه نده کړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له بنده د ۱۰ سرتېرو خوشې کیدنه ستایلې او د سیاسي همغږۍ لپاره یې دا یو نیک کار ګڼلی دی.
د سولې په خبرو کې له بندون وروسته اوس لیدل کیږي، چې د بندیانو له تبادلې سره د سولې هڅې یو ځل بیا د امریکا لخوا ګړندۍ شوې دي.