تازه خبرونه
امریکا د سولې په چارو کې له افغانستان سره دریدلې ده – پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بګرام پر پوځي اډه د طالبانو دغه برید بې معنا او له تاوتریخوالي ډک یاد کړی دی.
نوموړي څرګنده کړې؛ امریکا هڅه کوي، چې د سولې د روانو خبرو له لارې د تاوتریخوالی کچه راټیټه او په افغانستان کې ثبات رامنځته شي. دغه برید یو روغتون ته سخت زیان ورساوه، چې د افغان خلکو لپاره بیارغول کیږي.
هغه همدارنګه زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو او تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خلکو او حکومت تر څنګ ودریږي.
د بګرام پر هوایي اډې د چهارشنبې پر سهارني برید کې، یوه ښځه وژل شوې او له اتیا ډېر کسان ټپیان شوي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.