تازه خبرونه
امریکا پر ایران او ایراني مشرانو نور اقتصادي بندیزونه هم ولګول
د امریکا د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ امریکا د ایران د پولادو پر صنعت، اته لوړ پوړیو چارواکو او یو شمېرسکتورونو لکه: ساختماني، کشسمیرې او کان کیندنې بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو معنا دا ده، چې ایراني مشران د نوي اتومي تړون پر هوکړه خبرو ته چمتو کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال په ډاګه کړې؛ مونږ غواړو، چې ایران د یو نورمال هېواد په توګه چلند وکړي.
که څه هم دا بندیزونه له اقتصادي او سیاسي پلوه د ایران ملت ته بشپړ زیان رسوي؛ خو تهران د اړوند خبرو لپاره د واشنګتن غوښتنه رد کړې ده.
په عراق کې د امریکا پر دوه پوځي اډو د ایران له بریدونو وروسته؛ ترمپ وغوښتل، چې له ایران سره د رامنځته شوي تاوتریخوالي کچه راټيټه او د ایران د بریدونو ځواب پر پوځي برید ورنکړي.
په هره توګه ترمپ دمګړۍ ایران ته د بېړنيو بندیزونو ګواښ په ډاګه کړی دی.