تازه خبرونه

امریکا د طالب زندانیانو د خوشې کولو واک نلري- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۳۹۸)

ولسمشر غني ويلي، چې امریکا د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو واک نلري او په دې اړه له طالبانو سره هم کومه ژمنه هم نشته.  

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې مرستیال ملاعبدالغني برادر تېره ورځ د دوحې په ناسته کې ویلي وه، چې له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به د افغانانو د خپلمنځي خبرو مخکې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې کیږي.

ولسمشر اشرف غني د ولسمشر په توګه په خپل پېنځه کلن پېر کې ډېر لږ د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شوی؛ خو له طالبانو سره د خبرو د تودیدو په درشل کې پخپله  نن د کب پر ۱۱ د طالبانو او امریکایانو د هوکړه لیک د لاسلیک په اړه یو خبري کنفرانس ته راڅرګند شو او په ډاګه یې کړه؛ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ هیڅ داسې ژمنه نده شوې، چې د  افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل مخکې پېنځه زره طالب زندانیان خوشې شي.

ولسمشر ویلي، چې مونږ له امریکا سره د طالب بندیانو د خوشې کولو کومه هوکړه نلرو… امریکا آساني رامنځته کوي او آسانې د پرېکړې معنا نلري.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره کوم شرط نشته او د زندانیانو پر خوشې کولو به بیا د سولې په خپلمنځي خبرو کې راوڅرخو.

نوموړي دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې په تېرو لس ورځو کې له بېلا بېلو سیاسي او مدني پاړکیو سره یې  له سلا مشورو وروسته اته کسیز مرکچې پلاوي جوړ کړی، چې ټول غړي یې په ښکاره لوړ پوړي حکومتي کسان دي.

د ولسمشر د خبرو له مخې؛ له طالبانو سره د خبرو دغه لوړپوړی پلاوی د پرېکړې واک نلري، خو د خبرو پر مسوده به یې ملي شورا او یا هم  لویه جرګه وروستۍ پرېکړه کوي.

هغه دا هم ویلي؛ په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان میلر ډاډ ورکړی، چې طالبان به روان اورکم روان وساتي او اوربند ته به لار اواره کړي.

نوموړي په بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې پخپل ټول توان به د جمهوریت، اساسي قانون، د ښځو د حقونو او بیان د آزادۍ د خوندي کولو لپاره هڅې او مبارزه کوي.

ټاکل شوې، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې د روان زېږدیز کال د مارچ لسمه / د کب ۲۰ پیل شي؛ خو تر دې دمه د خبرې کوونکي پلاوي پر ټاکلو سیاسي اجماع رامنځته شوې نده. دا په داسې حال کې، چې ارګ یې له جوړښت او میکانیزمه پوره ډاډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version