تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړښت سره مخالفه ده

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۸)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د زور له لارې د هر ډول موازي حکومت له جوړښت سره مخالفت کوي.

په یوه ورځ د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله لخوا د لوړې مراسمو له ترسره کیدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړښت سره مخالفت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ امريکا په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدو او د سياسي لانجو د اوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي. مونږ یو پراخ بنسټه حکومت او یو موټي هېواد او سولې ته لومړیتوب ورکوو. تر راتلونکیو دوه اوونیو به بحث او خبرې اترې روانې وي.

حقوقپوه عبدالسبحان مصباح څرګنده کړې، چې یو له قانونه سرغړونه ده او بل له ټول نظامه تېریدل او له ځانه یو څه جوړول. مونږ په خواشینۍ له دغه راز یو حالت سره مخ شوي یو.

دا په داسې حال کې ده، چې آریانا نیوز د داکتر عبدالله عبدالله د “ټولګډونه دولت” جوړونې طرحه تر لاسه کړې، چې ۷ مادې لري. د دغې طرحې له مخې؛ د دولت عالي شورا رهبري رامنځته شوې، چې د سولې او ټولګډونه دولت چارې به څاري. په طرحه کې راغلي، چې اجرايي لومړی وزیر به د حکومت شپېته په سلو کې برخه چارواکي، چې وزیران، مرستیالان، سفیران، والیان او انتصابي سناتوران دي؛ ټاکي. دغه راز په طرحه کې راغلي، چې ولسمشر به د درې ګونه قواوو په سر کې وي او د ملي امنیت شورا، امنیتي وزارتونو او ملي امنیت ریاست په ګډون به د څلوېښت په سلو کې حکومت لپاره چارواکي ټاکي.

دغه راز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوې لانجې د حل لپاره یې هڅې روانې ساتلي دي.

له بلې خوا ملګرو ملتونو، کاناډا، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي. د پاکستان لومړي وزیر پر مبارکۍ سربېره ویلي، چې له ولسمشر غني سره هر ډول همکاریو او کار کولو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د جوړجاړي لپاره د امریکا څو ورځینۍ هڅې بې پایلې پاتې شوې او تېره ورځ داکتر عبدالله عبدالله هم ځان ولسمشر ونوماوه او نه یوازې لوړه یې ترسره کړه، بلکې د ټولګدونه حکومت د جوړولو هوډ یې هم په ډاګه کړ.  

Trending

Exit mobile version