تازه خبرونه
امریکا او پاکستان د افغانانو خپلېمنځي خبرې څنډې ته کړې دي
د افغانستان سوله امریکا او پاکستان تر ولکې لاندې راغلې، چې له کبله یې د افغانانو خپلېمنځي خبرې څنډې ته شوې دي.
د افغانانو ترمنځ د خبر ځنډ او د ملي اجماع نشتوالی د دې لامل شوی، چې د افغانستان د سولې بهیر له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نیلو فر ابراهیمي ویلي؛ د افغانستان د سولې پر نوښت امریکا او پاکستان بر لاسی شوی او پدې بهیر یې خپله ولکه ټینګه کړې، چې له کبله یې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته هیڅ پاملرنه نده شوې.
په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی ضیاالدین ضیا وایي، چې که د سولې پر وړاندې ستونزې لیرې نشي دا بهیر به له نورو موانعو سره هم مخ شي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ټینګار کوي؛ حکومت اړ دی، چې له طالبانو سره د سولې او خبرو بهیر پایلې ته ورسوي.
نوموړی وایي: د داکتر عبدالله او داکتر غني ترمنځ سیاسي لانجه هم د سولې بهیر پر زیان بولي.
د ولسي جرګې غړي څرګندوي؛ ښکېل لوري هیڅکله د جګړې له لارې موخې ته نه رسیږي او د نا امنیو اصلي قربانیان هم خلک دي، چې باید د سولې غوښتنه یې په پام کې ونیول شي.
خبریال: رفیع صدیقي