تازه خبرونه
امریکا او ناټو افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړېدل غواړي
که څه هم د ښځو یوې ډلې، د ولسي جرګې غړو حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د اختلافونو د حل په موخه منځګړیتوب کوي؛ خو عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وایي، دې هڅو تر اوسه پایله نده ورکړې.
اسحاق گیلاني، د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر، وایي: “تراوسه دواړه خواوې یوه ګډ ټکي ته ندي رسیدلي. اشرف غني ډیر خودخواهانه رفتار کوي.”
بلخوا د ولسي جرګې یو پلاوې د سیاسي بندون ماتولو لپاره له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره خبرې کړي دي.
حجت الله خردمند، د ولسي جرګې د منشي مرستیال، ویلي: “لومړې غواړو د دواړو خواوو په لیدلاره وپوهیږو او بیا به دواړو ته یوه طرحه وړاندې کړو.”
همداراز امریکا او ناتو یو ځل بیا په افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، مایک پمپیو او د ناټو سرمنشي په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د پراخ بنسټ حکومت جوړېدل یوه اړتیا بللې.
اعلامیه وایي چې، هغوي د افغان مشرانو لخوا د پراخ بنسټ حکومت د جوړېدو په اړتیا غږېیدلي، چې د سولې په هوکړې لاسرسي ته لومړیتوب ورکړي او د دولت امنیت پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ناندریو د دوام له کبله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، د یو میلیارد ډالرو مرستو د بندېدو تر څنګ نور غوراوي هم تر لاس لاندې لري. د دې مرستو بندېدو، د افغانستان په اقتصاد ناوړه اغېز کړې دې.
