سیمه ییز خبرونه

امنو ولسواليو ته به د يوې اوونۍ په بهير كې د ټاكنيزو موادو ليږد پيل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، چې دغه  كميسيون ته د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۳۰) د مهمو ټاكنيزو موادو ليږد بشپړ شو.

دوى وايي، چې امنو ولسواليو او ټاكنيزو مركزونو ته به هم د همدې اوونۍ په بهير كې د ټاكنيزو موادو ليږد پيل شي.

د ټاكنو د ترسره كولو لپاره له درې مياشتو لږ وخت پاتې دى او د ټاكنو خپلواك كميسيون هم خپلې تيارۍ نيولي دي.

د تاكنو خپلواك كميسيون كميشنرسرير احمد برمك وايي، كه ناامني نه وي؛ نو ټاكنيزو مركزونو ته به پرته له كومې ستونزې ټاكنيز مواد وليږدول شي.

دى زياتوي، ليرې پرتو سيمو ته به د هوا  له لارې د ټاكنو مهم توكي وليږدول شي.

د ښاغلي برمك په وينا، د غير مهمو ټاكنيزو توكو ليږد نږدې ۶۰ په سلو كې بشپړ شوى دى.

د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين ټينگاركوي، چې امنيت نه وي ټينگ شوى، ټاكنيزو مركزونو ته به ټاكنيز توكي د تقلب له وېرې ونه ليږدول شي.

Trending

Exit mobile version