سیمه ییز خبرونه
امنيتي بحث بايد د ټاكنو خڼډ نه شي
د ولسي جرگې او مدني ټولنو يو شمېر غړي د ټاكنو په اړه منفي تبليغات د افغانستان د راتلونكې او اساسي قانون په زيان بولي.
د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دنده د ټاكنو په پېنځم كال د جوزا په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي او د ولسمشر د كار له پاى ته رسيدو وړاندې بايد تر دېرش يا شپيته ورځو په دننه كې د نوي ولسمشر د ټاكلو لپاره ټاكنې تر سره شي.
د كارپوهانو په باور د اساسي قانون دغه ماده د نورو مادو په پرتله ډېره ښكاره ماده ده او هيڅ ډول حقوقي تفسير او تعبير ته اړتيا نه لري.
د ټاكنو په رانيږدې كيدو يو لړ اندېښنې را پيدا شوې او د ټاكنو په اړه ناوړه تبيلغات كيږي. ان په كابل كې يو شمېر ډلې د ټاكنو د ځنډولو غوښتنه كوي.
يو شمېر كارپوهان وايي، چې دا ډول تبليغات كولى شي د خلكو په ذهنونو ناوړه اغېز وكړي.
د مدني ټولني فعاله صغرا سعادت د ټاكنو ځنډيدل د افغانستان په زيان بولي.
د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ وايي:
د امنيتي ستونزو په اړه د آوازو د خپرولو په ځاى بايد قومي مشران د دغې ستونزې د اوارولو په موخه له امنيتي بسټونو سره همكاري وكړي.
د امنيتي ستونزو په باب آوازې او تبليغات هغه وخت زيات شول، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د ملي شورا په ناسته كې د رايې وركولو د مركزونو په وړاندې د امنيتي گواښونو كچه لوړه وبلله.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، د رايې وركولو شاوخوا نيمايي يعنې نږدې شپږ زره مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي.
دى وايي، د دغو ستونزو په شتون كې هم د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د تر سره كيدو ته ژمن دى او په دې لار كې هيڅ ډول خنډ د منلو وړ نه بولي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كه څه هم دا ستونزې جدي بولي؛ خو زياتوي، چې امنيتي بسټونه مكلف دې په هر قيمت، چې وي د ټاكنو امنيت ټينگ كړي.
ديادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه ورځې وړاندې په همدې په باب په كابل كې يوه ناسته جوړه شوې وه، چې په كې يو شمېر قومي مشرانو د امنيت د نه شتون له امله د ټاكنو د ځنډ غوښتنه كړې وه.