تازه خبرونه
امنيتي تړون افغانستان او سيمې ته ځانگړى ارزښت لري
هند هغه هېواد دى، چې د افغانستان په زياترو مسايلو په ځانگړې توگه په اقتصاد كې ښكېل دى او له افغان حكومت سره زياته همكاري لري او په بېلابېلو برخو كې يي زياته پانگونه هم كړې ده.
په افغانستان كې د هند سفير امرسينها وايي:
افغان حكومت بايد يوه سمه ټاكنه وكړي. زه فكر نه كوم د افغانستان د حكومت دريځ د دې سند نه لاسليك وي، كه دا هوكړه ليك لاسليك شي، نه يوازې افغانستان ته، بلكې ټولې سيمې ته د اقتصاد له اړخه ډېر ښه او پانگوالو ته د اقتصادي او سياسي ثبات ډاډ وركوي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت لومړي سكرتر هم ټينگار كړى، چې هېواد يي د دې سند د لاسليك پلوي كوي؛ ځكه د نوموړي په وينا، دا سند به د اقتصادي ثبات ډاډ را منځته كړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت لومړى سكرتر شري اس آر راو وايي:
هند او د سيمې ټولو هېوادونو له دې جملې روسيې او چين د دې سند د لاسليك ملاتړكړى. مونږ فكر كوو، چې دا هوكړه ليك د افغانستان لپاره ډېر ښه دى او د پانگونې لپاره لازم ډاډ را منځته كوي او د افغان ځواكونو روزنه او تجهيز هم د دې سند له لاسليك سره تړلى دى. دا مساله د افغانستان په خير ده او مونږ ترې ملاتړ كوو.
دا دوه هندي چارواكي ټينگار كوي، چې د افغان حكومت دريځ د سند نه لاسليك نه دى او دوى ډاډ وركوي، چې د دې سند لاسليك ته به يوه د حل لار پيدا شي.