سیمه ییز خبرونه
امنيتي ستونزې نه بايد د ټاكنو ځنډولو ته بهانه وګړځي
له هغې وروسته، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په يوه ناسته كې نيوكه وكړه، چې د رايې وركولو نيمايي مركزونه له امنيتي ګواښونو سره مخ دي د راتلونكو ټاكنو د امنيت په باب اندېښنې زياتي شوې دي.
د همدې له امله يو شمېر افغانان هم اندېښمن شوي او ان تر دې، چې يو شمېر ډلې په همدې بهانه د ټاكنو د ځڼډولو غوښتنه هم كوي.
په دغه ډله كې، چې شمېر يې شاوخوا زرو كسانو ته رسېږي يو شمېر ښځې او دولتي چارواكي هم تر سترګو كېږي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون امنيتي ګواښونه جدي او د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، چې له دې وړاندې امنيتي ځواكونو د رايې وركونې د مركزونو د امنيت په باب غلط معلومات وركړى وو.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:
امنيتي ستونزې تر دې حده دي، چې په يو شمېر سيمو كې خلك ان د رايې وركولو كارتونه هم نه شي اخيستى.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د ټاكنو د امنيت په باب هېڅ ډول بهانه به ونه مني او امنيتي بنسټونه مكلف دې، چې په هر ډول كېږي د ټاكنو امنيت ونيسي.
په همدې حال كې سياسي كارپوه غفور احمد جاويد بيا وايي، چې امنيتي ستونزې نه بايد د ټاكنو ځنډولو ته بهانه وګړځي.
د ټاكنو د امنيت په باب اندېښنې په داسې حال كې زياتې شوې دي، چې يو شمېر سياسي ګوندونه او جريانونه د راتلونكو ټاكنو له پاره د خپلو نوماندانو پر پېژندلو بحثونه كوي.