سیمه ییز خبرونه
امنيتي ځواكونه د خپل هېواد د ساتنې په لاره كې قربانۍ ته چمتو دي
خلك چمتو دي، چې د خپلې خاورې د ساتنې په لاره كې د پاكستان هرګواښ ته ځواب ووايي. يو شميرافغان سناتوران د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، دوى چمتو دي له سرحدي پوليسو سره مرسته وكړي.
د افغانستان په خاوره د پاكستان مداخله د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو د غوسې لامل شوې ده.
د مشرانو جرګې د يكشنبې ورځې ( د غویی ۱۵ ) په عمومي غونډه كې ډېرو سناتورانو د سرحدي ځواكونو مېړانه وستايله او ويې ويل، دا ځواكونه بايد ډېر سمبال شي.
د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د ډيورنډ كرښې د ستونزې په حل ټينګار كوي او دا د افغانستان او پاكستان ترمنځ يوه لويه ستونزه ګڼي.
په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ كې وويل:
افغان ځواكونه د خپلې خاورې د ساتنې په برخه كې قربانۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال كې ده، چې يوه ورځ مخكې د كورنيو چارو وزير خبردارۍ وركړى چې كه پاكستان د دې ستونزې د حل په برخه كې مذاكرې ته چمتو نه شي، امنيتي ځواكونه به د دې ستونزې د حل په اړه اقدام وكړي.