سیمه ییز خبرونه
امنيتي ځواكونو د كابل په ارزان قيمت سيمه كې د يوه شپږ كلن ماشوم مړى وموند
سليمان هيله درلوده، چې پوليس شي، خو په شپږ كلنۍ كې يي دا هيله ګور ته يوړه، خو څلور شكمن كسان يي د قانون منګولو ته وسپارل. امنيتي ځواكونو د شنبې په ورځ ( د کب ۳ ) د كابل په ارزان قيمت سيمه كې د يوه شپږ كلن ماشوم مړى وموند، دا ماشوم دولس ورځې مخكې د سړي تښتونكو له خوا تښتول شوي و.
اووه كلنه سلما دولس ورځې مخكې له خپل شپږ كلن ورور سليمان سره د ارزان قيمت په سيمه كې د خپل كور له مخې څخه سړي تښټونكو وتښتوله.
سلما له تښتونې څو ساعته وروسته بې هوښه شوه او سړي تښتونكو بېرته خوشې كړه، خو سليمان سره بخت ياري ونكړه او څو ورځې له سړي تښتونكو سره بندي پاتې شو.
سړي تښتونكو د سليمان د آزادېدو په بدل كې د ۵۰ زرو ډالرو غوښتنه وكړه، خو كله چې د سليمان كورنۍ د دې پېسو په پوره كولو كې پاتې راغله، سړي تښتونكو دا ماشوم خوسا اوبو كې ډوب كړ.
څو ورځې د سليمان بې روحه بدن، چې لا يي هم د مور د غېږ غوښتنه لرله، په همدې خوسا اوبو كې پاتې شو، خو د څلورو سړي تښتونكو په نيولو سره د سليمان كورنۍ دا ځاى پېدا كوي.
محمد سليم د سليمان پلار وایي، تر اوسه سلما د خپل ورور د مړينې پر څرنګوالي نه پوهېږي، خو د دې پېښې عاملينو ته د مرګ سزا غواړي.
د سليمان پلار همدارنګه وایي، سليمان ښونځي ته له تګ مخكې هيله درلوده، په راتلونكې كې د پوليسو سرتېرى شي، كومه غوښتنه، چې كورنۍ يي ور سره په كې هوكړه نه درلوده، خو هغه دا هيله په ماشومتوب كې ګور ته يوړه، خو څلور شكمن كسان يي د خپل ځان پر قيمت پوليسو ته وسپارل.
د سليمان د كورنۍ اصلي مخاطب ولسمشر حامد كرزى ده، خو آيا ولسمشر كرزى به دا غږ واوري او آيا كرزى به د سليمان وژونكي لكه د علي سينا د وژونكو په څېر اعدام كړي؟