تازه خبرونه
امنيتي ځواكونو د ټاكنو امنيت خوندي كړى و-ښاريان
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراگانو ټاکنې په داسې حال كې تر سره شوې، چې له دې پروسې مخكې د امنيتي احتمالي پېښو په اړه خلك اندېښمن ول.
يو شمېر كابل ښاريان امنيتي ځواكونه ستايي، چې د تاكنو امنيت يي په ښه توگه نيولى و.
دوي وايي، پر افغان ځواكونو د خلكو باور اوس زيات شوى او دا ځواكونه كولى شي په راتلونكې كې هم د هر راز گواښ په وړاندې ودريږي.
په ځينو ولايتونو كې هم ځينې خلك افغان ځواكونه ستايي، چې ټاكنو ته يي ښه چمتوالى درلود.
دوي وايي، له امنيتي گواښونو او ستونزو سره سره يي په تاكنو كې گډون وكړ.
د دوى په وينا، د افغان ځواكونو د هڅو په پايله كې خلكو ته په ټاكنو كې د گډون زمينه برابره شوه، چې خپل برخليك وټاكي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د روان كال د وري په ۱۶ سهار مهال پيل او د مازيگر په پېنځه پاى ته ورسيدې. د دغو ټاكنو پايلې به د غويى د مياشتې په لومړيو لس ورځو كې په ډاگه شي.