سیمه ییز خبرونه
امنيتي ځواكونو طالبان له وردوج ولسوالۍ وشړل- بسم الله محمدي
د ملي دفاع وزير د كورنيو چارو له امنيتي مرستيال سره وردوج ولسوالۍ ته تللي، چې په سيمه كې د امنيتي ځواكونو عمليات له نږدي وويني.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي، امنيتي ځواكونو په پراخو عملياتو كې وسلوال له وردوج ولسوالۍ وشړل.
نوموړى همدا راز طالبان تورنوي، چې د بهرنيو په امر د افغان بې گناه وگړيو پر وژنې لاس پورې كوي.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمد ايوب سالنگي وايي، امنيتي ځواكونه چمتو دي، چې ټول بدخشان د وسلوالو له شتون پاك او سراسري امنيت ټينگ كړي.
د امنيتي چارواكو په وينا، د پاكستان استخباراتي سازمان په دې هڅه كې دى، چې په دې مسير كې د وريښمو لار د جوړيدو مخنيوى وكړي.
ويل كيږي، چې د فيض آباد – اشكاشم لويه لار، چې افغانستان د تاجكستان له لارې له چين سره نښلوي، له همدې ولسوالۍ تْريږي.
د بدخشان ولايت وردوج ولسوالۍ په تْرو څو كلونو كې د دې ولايت له تر ټولو بدو سيمو گڼل كيږي.