تازه خبرونه

امنيتي چارواکي: د سيمې هېوادونو ترهګرې ډلې په افغانستان کې د اډو جوړولو په هڅه کې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنيتي مسولین وايي چې د سیمې هېوادونو ټولې ترهګرې ډلې په دېهڅه کې دي چې په افغانستان کې د اډو د جوړېدو له پاره پانګونه وکړي او خپل تحرکات زیات کړي.

 دوی وايي چې طالب وسله والو هم د سیمې له يو شمېر هېوادونو سره اړیکه نیولې چې د پیاوړي کېدو یوازينۍ موخه يې د افغانستان د خلکو وژل دي. امنیتي مسولینو دا څرګندونې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې او ويې ویل چې د ملي امنیت شورا د ټولو امنیتي ګواښونو د چمتووالي له پاره کړنلاره تصویب کړي ترڅو ټول ځواکونه په همغږۍ سره د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې ودرېږې،خو د ولسي جرګې د امنیتي ځواکونو څرګندونې د قناعت وړ ونه بلل شوې .

 ولسي جرګې په هېواد کې د امنيتي ګواښونو او ستونزو په اړه د ملي دفاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت مسولین استجواب کړل. د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د طالب، داعش او نورو ډلو د فعالیتونو او ګواښونو له امله د اندېښنې په څرګندونو سره د امنيتي کړنلارې د جوړېدو او د ځواکونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 د ولسي جرګې غړېفوزیه کوفي وايي: “موږ باید چې د برید یوه ستراتیژي ولرو هغه سیمې چې د جګړي جغرافیا نه ده اوس نا امنه شوې تېره ورځ بدخشان ته پاکستانیان هم راغلي ټول ځایونه نا امن دي او په ډېرو ولسوالي ګانو کې طالبان هم حاکم دي.”

د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده وايي: “سنګین د طالب په لاس کې دی مارجه او خانشین ټول له بد حالت سره مخ دي تاسو درې کیلومتره پرمختګ هم نه دی کړی.”

 د ملي دفاع وزارت وویل چې د ملي امنیت د شورا له خوا امنيتي کړنلاره جوړه شوې او د هغه په اساس به امنيتي ځواکونه د ټولو ګواښونو په اړه په لنډمهال او اوږدمهال کې لازم چمتوالی ولري. هغه وویل چې هوایي ځواکونه د تجهیز په حال کې دي، د جي۵۳۰ الوتکو تر څنګ د هند درې اېم۲۴ الوتکې رسېدلې او داې۲۹او ۲۸نورې الوتکې هم افغانستان ته ورکول کېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی وايي: “د هوايي ځواک په برخه کې موږ پانګونې ته اړتیا لرو چې یوازې په دوو کلونو کې۲ اعشاریه ۵ میلیارد ډالرو پانګونه کوو چې ژمني يې هم وروستۍ شوې دي.”

د کورنیو چارو وزیر وویل چې ترهګرې ډلې په پام کې لري چې د افغاستان ښارونه، لويې لارې او په سرحدونو بريد وکړي او زيان ورته ورسوي.

د کورنیو چارو وزیرنورالحق علومي وايي: “زموږ د سیمې هېوادونو ټولې ترهګرې ډلې د پانګونې په هڅه کې دي ترڅو دلته ځان ته اډه جوړه کړي او د هېواد په جنوب او شمال کې هڅې روانې دي.”

د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي وايي: “د سيمه ييزو اړيکو له پاره طالبان په دې هڅه کې دي او کوښښ کوي امکانات پیدا کړي څو د خلکو د وژنو له پاره زمینه برابر ه کړي او اړيکې يې هم نیولې دي چې دا د سیمې د هېوادونو په ګټه نه دي.”

خو د امنيتي مسولینو څرګندونو د ولسي جرګې قناعت ترلاسه نه کړ.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وايي: “د دوی پلانونه د منلو وړ نه دي باید چې امنيتي ارګانونه امنيتي ستراتیژي جوړه او د ولسي جرګې کورني او دفاعي کمیسیون ته يې وړاندې کړي.”

دا په داسي حال کې دي چې د روسيې چارواکو وړاندې ویلي وو چې دوی به د داعش د ځپلو له پاره له طالبانو سره اړیکه ونيسي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version