سیمه ییز خبرونه
امنيت د كميسيون لپاره يوه جدي اندېښنه ده- نور
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند په كندوز كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د شمال ختيځو ولايتونو لپاره د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس د وژل كيدو پېښې ته په غبرگون كې وايي، امنيت د كميسيون لپاره يوه جدي اندېښنه ده.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي:
د راتلونكيو ټاكنو لپاره د كانديدانو د نوم ليكنې د پروسې په درېيمه ورځ هم هيچا ځانونه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته نه دي ثبت كړي.
ښاغلى نور زياتوي، تر اوسه يو زيات شمېر كسانو معلوماتي ټولگې تر لاسه كړي دي.
د ټاكنو د قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاكنو هر كانديد بايد د نوماندۍ لپاره د رايي وركولو سل زره كارتونه ولري او دا كارتونه بايد له شل ولايتونو ټول كړي.
د دې كميسيون مسوولين په داسې حال كې دا اندېښنه بيانوي، چې د چهار شنبې په ورځ(د وږي۲۷) په شمال ختيځو ولايتونو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر رييس امان الله امان د دوه تنو موتر سايكل سپرو په ډزو كې ووژل شو.