تازه خبرونه
امنيت شورا په سوريه کې پر ۳۰ ورځني اوربند هوکړه کړې
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د کويت او سویدن په غوښتنه له څو ورځنیو جنجالي بحثونو وروسته په سوریه کې پر ۳۰ ورځني اوربند هوکړه کړې ده.
په امنيت شورا کې د کويت د پلاوي مشر د نيويارک رسنيو ته ويلي، چې په غوطه کې د هوایي او ځمکنیو جګړو اوربند د ۱۵ رايو په تائيد منل شوی دی.
د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې راغلي، چې په غوطه کې دې بمبارد او عمليات د دېرش ورځو لپاره ودرول شي او دغه راز له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې غوطې ته ورغلې لارې پرانيزي او د بشري مرستو په رسولو کې هم خپلې هڅې تر سره کړي.
په پرېکړه لیک کې راغلي؛ پرغوطه سربېره دې له هغو سيمو، چې له تېرو پېنځه کلونو د حکومت په محاصره کې دي هم کلابندي ماته شي.
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سویدن استازي د سوریې حالاتو ته د دې شورا د غړیو پاملرنه راواړوله او په ډاګه یې وویل، چې امنيت شورا دې په سوریه کې د بشري ناورین مخه ونیسي.
د امنیت شورا په پرېکړه به په سوريه کې ټولې محاصره شوې سيمې بېرته آزادې شي.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې اټکل کړی، چې په غوطه کې څه ناڅه درې نیم لکه کسان د جګړو په سیمه کې بند پاتې دي او لومړنیو آسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
امنيت شورا تېره شپه په سوريه کې د اوربند په اړه پرېکړه کړې؛ خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا هوکړه به څومره په عملي توګه کاميابه شي.
د ګزارشونو له مخې؛ د سوريې حکومت پر هوايي ګوزارونو په غوطه کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي، چې ۱۲۷په کې ماشومان دي او نږدې دوه زره نور عام وګړي ټپیان دي.