تازه خبرونه

امنیتي بنسټونه باید د خبرو پر ځای پر عمل ټینګار وکړي – سرور دانش

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۳۹۹)

د ولسمشر دوه یم مرستیال د بشري حقونو د مدافعینو په ناسته کې د هدفي وژنو او د جګړو د پراخیدو په اړه ویلي، چې وسلوالې ډلې د اغېزمنو شخصیتونو پر وژلو د وینا آزادي او د ولسواکۍ پخو بنسټونو ته زیان نشي اړولی.

نوموړي دغه راز ویلي؛ په اوسنیو سختو ورځو کې باید امنیتي ځواکونه خبرې پرېږدي او عمل وکړي.

سرور دانش د تاوتریخوالي د ډېرېدو په وایي، چې د خبرو په راتلونکي پړاو کې دې دواړه خواوې باید اوربند اعلان کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش زیاته کړې: روان ستونزمن حالات له مونږ غواړي، چې ټول د پخپلو هڅو پر پلي کولو ټینګار وکړو. د حکومت له امنیتي همکارانو غواړو، چې خپله ټوله پاملرنه د خلکو امنیت ته راواړوي؛ له خبرو ډېر عمل وکړو او هڅې څو برابره ډېرې کړو.           

دوه یم مرستیال ټینګار کوي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د جګړو د پراخېدو له لارې په هېواد کې د سولې مخه ډب نکړي او د خبرو په بل پړاو کې د افغانستان د جمهوري پلاوي سره یو ځای اوربند اعلان کړي.

سرور دانش وایي: په بشپړ ټینګار باید ووایو، چې د بشري حقونو ساتنه، اساسي قانون، د ښځو او سیاسي نظام  دلاسته راوړنو خوندي کول د معاملې وړ ندي او د سولې خبرو د ځنډ او پرې کولو غوښتونکي نه یو. حکومت خپل ښه نیت د زرګونه بندیانو پر خوشې کولو وښود . په داسې حال کې، چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پراخې جګړې ته چمتووالی نیسي.

بل لور ته د هدفي وژنو په لړ کې د فیفا د اجرائیه مشر یوسف رشید ترور د بشري حقونو یو شمېر مدافعین ځورولي او وایي، چې په یو کال کې د مدني ټولنو او بشري حقونو ۲۳ مدافعین وژل شوي دي.

د حقوقو د مدافعانو او د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې مشر عزیز رفیعي وایي:  د پوره ګواښنو او نیمه ګواښونو ۵۴ دوسیې مو ثبت کړي. یوازې ۲۷ ته مو نسبي لاسرسی موندلی او نورې ډېرې دوسیې لرو ، چې باید ورته لاسرسی رامنځته شي.          

 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي: بشري حقونه ملاتړي میکانیزمونه نلري او باید ورته رامنځته شي او ورته چمتووالی ولرو پرته له دې، چې څوک  یې موخه دی.         

حکومت د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړ، چې د بشري حقونو د مخالفانو مخه نیسي.

Trending

Exit mobile version