تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو د هسکې مېنې پرامنیه قومندانۍ د داعش وسلوالو برید پر شا تمبولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي؛ داعش وسلوالو نن سهار وختي د هسکې مېنې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید کړی و، چې په پایله کې یې د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان له څلورو پولیسو سره وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي آریانا نیوز ته ویلي؛ په دې ډله ییز برید کې، چې څو ساعته یې دوام کړی د هسکې مېنې امنیه قومندان شاه محمود، څلور امنیتي سرتېري او دیارلس داعش وسلوال وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي، چې د سختې جګړې پر مهال تازه دمي امنیتي سرتېري پخپل وخت د جګړې سیمې ته رسیدلي او د اعش وسلوال یې په شاه تنبولي دي.

هغه زیاتوي، چې په دې برید کې شپږ پولیس او اووه داعش جنګیالي هم تپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version