تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو طالبانو ته خبرداری ورکړ
امنیتي بنسټونه طالبانو ته خبرداری ورکوي چې تر څو پورې یې په کندز کې نابود کړي نه وي، د جګړو له میدان څخه به را ونه ګرځي.
دغه بنسټونه ټینګار کوي چې له کندز نه د ترهګرو تیښته به د ور څیرمو ولایتونو پر امنیت ناوړه اغېز ونه کړي، ځکه افغان ځواکونو د هېواد په یودیرشو ولایتونو کې له شلو زیات عملیات کړي دي.
لس ورځې کیږي چې په کندز کې د شاهین اتلس په نوم پوځي عملیات روان دي، خو تر اوسه هم له دغه ولایت نه د ناامنیو لمن نه ده ټوله شوې، له همدې کبله د امنیتي ځواکونو عملیات د کندز په ځینو ولسوالیو کې دوام لري.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري که څه هم دغو جګړو کې افغان ځواکونه بریالي بولي، خو د واټ غاړو ماینونه د دغې جګړې ستونزه او پیچلتیا بولي.
د بغلان اوسیدونکي اندیښمن دي چې د کندز جګړه او پر وسلوالو فشار ښایی د بغلان د ناامنه کېدو سبب شي، ځکه د دوي په وینا، له کندز نه به د وسلوالو پر تیښتې سره هغوي بغلان ته مخه کړي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ټینګار کوي چې وسلوالو ته به هیڅکله اجازه ورنکړل شي چې د کندز ګاونډي ولایتونه ناامنه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي کندز ته په سفر کې ویلي و چې د اوسني حکومت تر چتر لاندې د ځینو افرادو تر منځ اختلافات د دې سبب شوي، چې د هېواد شمال ناامنه شي.
خبریال: احمد فرشاد صالح