تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو پرکابل پوهنتون د برید یو بریدګر وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۳۹۹)

د هېواد امنیتي ځواکونو پر کابل پوهنتون د وسلوال برید یو برید کوونکی له پښو غورزولی او له نورو سره نښته روانه ده.

برید کوونکیو نن له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې د کابل پوهنتون په دروازه  کې له چاودنې وروسته د حقوقو پوهنځي ودانۍ ته وردننه شول او یو شمېر زدکړیالان یې ګروګان ونیول.

له برید نیمه ګړۍ وروسته طالبانو په کې لاس لرل رد کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې ښیې یو شمېر زدکونکي د کابل پوهنتون له دیوالونو رااوړي.

په دې انځورونو کې افغان ځانګړي ځواکونه هم ښودل شوي، چې له ټپیانو سره مرسته کوي او د امبولانسونو پر لوري یې لیږدوي.

روغتیایي چارواکو له غرمې  وروسته ۱:۳۰ تائید کړه، چې تر دې دمه اته ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت ته چا غاړه نده ایښې.

Trending

Exit mobile version