تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو په انګور اډه کې لسګونه میله وسله نیولې
د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د دوشنبې پر ورځ په پکتیکا ولایت کې لسګونه میله وسلې، چې د افغانستان – پاکستان له پولې سره خیبر پښتونخوا ته قاچاق کېدې نیولې دي.
د پکتیکا ولایتي چارواکو په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې د انګور اډې په سیمه کې هغه ۳۸ میله بېلابېلې وسلې نیولي، چې له پیازو بار په یوه ډاټسن موټر کې ځای پر ځای شوې وې او د پښتونخوا وزیرستان ته قاچاق کېدلې.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د يادو وسلو د لېږد په تړاو یو کس نیول شوی او اعتراف یې کړی، چې وسلې یې له غزني ولایت څخه لېږدولې.
ګاونډ هېوادونو ته د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو د قاچاق مسله د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د افغانانو تر منځ د بحث یوه موضوع ګرزېدلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ګاونډ هېوادونو ته د پوځي تجهیزاتو د قاچاق په اړه اوازې او ادعاوې رد کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي، چې د افغانستان د استخباراتو اداره به اجازه ورنکړي، چې یوه مرمۍ هم له هېواده بهر ولېږدوي.
خوستي د ۲۰۲۱ کال د نوامبر پر ۲۶ په ویډیويي پیغام کې څرګنده کړې: مونږ یوې قوي اردو او پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لرو او مونږ به هېڅکله چا ته اجازه ورنکړو، چې دغه تجهیزات له هېواده وباسي.
په همدې حال کې تېره میاشت د افغانستان اسلامي امارت چارواکو په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل، چې ګواکې اسلامي امارت حکومتي ځواکونو پر پاکستان د امریکا پوځي تجهیزات پلورلي دي.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په دې راپورونو کې هیڅ حقیقت نشته او دا یوازې پروپاګند دی.