تازه خبرونه

امنیتي ځواکونو په جوزجان کې د طالبان بریدونه پر شا تمبولي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت د جوزجان ولایت د آقچه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو د یوه برید له پر شا تمبولو خبر ورکوي.  

یاد وزارت څرګنده کړې، چې طالبانو تېره شپه د آقچه ولسوالي د بالاحصار پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او د وسلوالو برید پر شا وتمبول شو.

دفاع وزارت ویلي، چې په دې برید کې د افغان ځواکونو ۶ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دوی په ډاګه کړې، چې په دې برید کې طالبانو ته هم ځاني زیان اوښتی دی.

همدارنګه طلبانو د دې ولسوالۍ د جبار شهید پر پوځي مرکز هم برید کړی، چې د دفاع وزرت د څرګندونو له مخې له ماتې سره مخ شوي؛ خو د دوی پر وینا په دې برید کې یو سرتېری شوی دی.

طالب وسلوالو د یاد پوځي مرکز او بالاحصار د پوستې د نیولو ادعا کړې او څرګندوي، چې یو شمېر ډېره وسله هم لاسته ورغلې ده.  

طالبانو دا هم په ډاګه کړې، چې په دې بریدونو کې ۴۹ سرتېرو ته مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.  

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو په کندوز ښار کې د افغان ځواکونو پر تلوکه نومې پوسته برید کړی؛ ۵ سرتېري یې وژلي او ۷ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version